اسلام آباد 27ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د موسمياتي بدلون اثرات څخه خبرداري وركولو سره وئيلي دي بايد مونږ مسلمه اصول په ځاے اوساتو چې د آلودګۍ خپرونكې دې د دې زيان پورته كړي۔د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپل خطاب كښې ده ووئيل دوه كاله وړاندې پاکستان د سېلاب له امله زيات ځپلے شوے چې له امله ئې 30 اربه ډالره څ??ه زيات زيان شوے٬اوس دا واضحه شوې چې په ګرمۍ كښې درجه حرارت كښ?? شدت راځي كوم چې نوو موسمياتي اثرات ل?? هوا وركوي۔وزيراعظم ووئيل پاکستان په نړيواله كچه يو فيصد څخه هم لږه د کاربن په اخراج كښې برخه لري او د كومې غلطې لرلو باوجود مو لوي زيان پورته كړے ٬ دا د نړيوال انصاف کوم هم حساب کتاب كښې غير منصفانه عمل دے،بايد مونږ مسلمه اصول په ځاے اوساتو۔ده ووئيل پاکستان د اېس ډي جيز او موسمياتي اهداف کاميابيو مرستې لپاره د خپلو پرمختلليو شراکت دارو د اړخه د شوو لوظونو ترسره كولو ته سترګي په لار دے چې پكښې موسمياتي فنانس كښې د كال 100 اربه ډالره څ??ه زيات نوے كلن هدف هم شامل دے۔
Nguồn bài viết : Trực tiếp kết quả xổ số miền Bắc